سرپل لوبډله د افغانستان وزلوبې پنځم پړاو سیالیو اتله شوه

سرپل لوبډله د افغانستان وزلوبې پنځم پړاو سیالیو اتله شوه سپورت
سرپل لوبډله د افغانستان وزلوبې پنځم پړاو سیالیو اتله شوه

سرپل لوبډلې د سمنګان ولایت لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان وزلوبې پنځم پړاو لیګ اتلولي وګټله.

د کابل په کوربتوب د وزلوبې پنځم پړاو سیالۍ لس ورځې وړاندې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې، چې په پایلوبه کې د سرپل لوبډلې د ۳-۱ پایلې سره د سمنګان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې پړاو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سيالیو په پای کې له سمنګان ولایت څخه صفت الله پهلوان د یاد پړاو سیالیو د غوره ګول وهونکي او له سرپل ولایت څخه جواد پهلوان د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شول.

د وزلوبې لیګ هر کال د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د ملي ټلویزیون په مرسته د پلازمېنې کابل په کوربتوب ترسره کیږي.

تړلي موضوعات