د اسراییلو دفاعي سیسټم له کاره لویدونکی دی!

د اسراییلو دفاعي سیسټم له کاره لویدونکی دی! نړۍ
د اسرائیلو لایزري دفاعي سیسټم

پر پلازمېنه تل ابیب د حوثي ځواکونو تر توغندیز برید وروسته اوس د بې پيلوټه الوتکې له لوري د اسراییلو پوځي اډې په نښه کېدو، صهیونیست رژیم له وارخطایۍ سره مخ کړی.

تازه اسراییلي رسنیو د یوې بې پېلوټه الوتکې وېډیو خپره کړې چې د اشغالي فلسطین خاورې ۳۰کیلومټرۍ کې یوه پوځي اډه په نښه کوي.

د صهیونیستي پوځ راډیو ویلي، دغه بې پېلوټه الوتکه د لبنان له لوري پورته شوې او د دفاعي سیسټم د څار پرته یې د جلیل الاعلی پوځي اډه په نښه او درې اسراییلي پوځيان یې ټپیان کړي دي.

تېره ورځ د یمن حوثي ځواکونو هم تر غږ چټک لرې واټن ویشتونکي توغندي سره د اسرائیلو پلازمېنه تل ابیب په نښه کړ، چې د ګڼو مالي زیانونو ترڅنګ یې پنځه تنه ټپیان کړل.

د پوځي چارو کارپوهان وایي، دغه بریدونه دا ثابته وي چې د اسرائیلو دفاعي سیسټم له کاره لوېدلی او یا هم دومره کمزوری دی چې د نویو وسلو پر وړاندې د دفاع توان نه لري.

تړلي موضوعات