د ایکو سازمان غړي دې افغانستان سره د رغنده اړیکو ټینګښت لپاره له خنډونو تېر شي

د ایکو سازمان غړي دې افغانستان سره د رغنده اړیکو ټینګښت لپاره له خنډونو تېر شي سیاست
د ایکو سازمان غړو هېوادونو ته د اقتصادي مرستیال وینا

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ایکو سازمان ۱۷مې سرمشریې ته په وینا کې ویلي، د اقتصادي همکاریو سازمان غړو هېوادونو اقتصاد هغه وخت ښه وده کولی شي، چې افغانستان هم د دغې معادلې متحرکه غړی شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د یاد سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، چې له یو واقع بینانه لیدلوري سره د افغانستان حکومت سره سیاسي او اقتصادي تعامل زیات کړي او د رغنده اړیکو د ټینګښت لپاره له خنډونو تېر شي.

ملا برادر د ایکو سازمان له غړو هېوادونو همداراز غوښتنه کړې، چې له یوه باثباته، باوري او همکار افغانستان سره د اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د تلپاتې پرمختګ او همغږې فضا جوړېدو ترڅنګ د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ټرانسپورټ، کرنې، چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخو کې له نږدې کار وکړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د لاجوردو لارې په مسیر کې د پرتو هېوادونو په ملاتړ او همکارۍ غواړي چې له دې لارې عملا د سوداګرۍ او ټرانزیټ په موخه استفاده پیل کړي.

تړلي موضوعات