د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته غبرګونونه

د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته غبرګونونه افغانستان
انځور ارشیف

د روسیې حکومت له لوري د افغانستان اسلامي امارت په رسیمت پېژندل کېدو پراخ غبرګونه راپارولي دي.

 د هېواد د الکمپیک ملي کمېټې رئیس مولوي احمدالله وثیق د روسیې حکومت دې اقدام ته په غبرګون کې ویلي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل لویه لاسته راوړنه ده.

 د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس نعیم الحق حقاني ویلي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل کیدل د متقابل احترام پر بنسټ د حکومت د فعالې او متوازنې ډيپلوماشۍ ښکارندویي کوي.

 د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس محمد ذاکر جلالي بیا ویلي، اسلامي امارت ثابته کړه، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره یو داسې تعامل ته داخلېدای شي چې د ټولو ګټې په کې خوندي وي.

 د کندهار د اطلاعاتو کلتور رئيس مولو ي انعام الله سمنګاني هم لیکلي، روسیې له افغانستان سره د تعامل لپاره اصولي او ډيپلوماټیکه لار غوره کړه.

 سمنګاني د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د اسلامي امارت د بهرنۍ پالیسۍ لاسته راوړنه بللې.

 په ورته مهال قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین ویلي، ډېر ژر به ګڼ نور هېوادونه هم اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

 سهیل شاهین په خپله تازه مرکه کې ويلي، ممکن دغه چاره تر راتلونکو څو اونیو او یا هم میاشتو کې ترسره شي.

 روسیه لومړنی هېودا شو، چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژاند.

تړلي موضوعات