چین د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو هر کلی وکړ

چین د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو هر کلی وکړ سیاست
د چین بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو هر کلی وکړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چین د افغانستان او روسیې ترمنځ د وروستیو تحولات هرکلی کوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائو نینګ د یوې غونډې پر مهال ټینګار کړې افغانستان باید له نړېوالې ټولنې جلا نه وي.

مائو نیګ ویلي، چین د افغانستان حکومت سره د تعامل زیاتېدو ملاتړ کوي.

نوموړې زیاته کړې، د وضعیت څرنګوالې ته په کتو پرته د چین او افغانستان ډيپلوماټیکې اړیکې هیڅ کله هم نه دې پرې شوې.

د روسیې حکومت تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژاند، چې د روسیې حکومت د دې اقدام هرکلي وشو.

تړلي موضوعات