د افغانستان فوټبال ټیم په لومړي ځل د مرکزي اسیا اتلولي وګټله

د افغانستان فوټبال ټیم په لومړي ځل د مرکزي اسیا اتلولي وګټله سپورت
د افغانستان فوټبال ۱۷کلنو ملي لوبډله د کافا سیالیو تر ګټلو وروسته

د افغانستان فوټبال ۱۷کلنو ملي لوبډلې ازبکستان ته په ماتې ورکولو سره وکولی شول د مرکزي اسیا د فوټبال د اتلولۍ جام ترلاسه کړي.

د کافا سیالیو پایلوبه کې د افغان فوټبال لوبډلې لوبغاړي عظیم الدین حاجي زاده یوه ګول د افغانستان فوټبال تاریخ بدل کړ او اتلولي یې د افغانستان په نوم کړه.

افغان ۱۷ کلنو ملي لوبډلې وړاندې تر دې د کافا سیالیو کې تاجکستان، قرغزستان ته هم ماتې ورکړې وې.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دا لومړی ځل دی، چې د هېواد د ۱۷کلنو ملي لوبډله وتوانېدله چې د مرکزي اسیا د فوټبال د اتلولۍ جام افغانستان ته رواړي.

تړلي موضوعات