د کانټینینټال فوتسال سیالیو کې افغانستان د ګواتیمالا لوبډلې ته ماتې ورکړه
د ټایلنډ په کوربتوب د کانټینینټال فوتسال سیالیو پر دوام د افغانستان لوبډلې د ۵-۴ ګولونو پایلې سره د ګواتیمالا لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې ترلاسه کړه.
د افغانستان فوتسال ملي لوبډله به دغو سیالیو کې په خپله دویمه کې لوبه کې سبا د سه شبې په ورځ د کوېټ پر وړاندې خپل بخت و ازمایي.
دغه سیالۍ چې د ټایلنډ په کوربتوب ترسره کيږي د افغانستان، نیوزیلاند، ګواتیمالا او کویټ هېوادونو لوبډلې په کې لوبېږي، چې د ورانې سنبلې میاشتې پر ۱۰مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۶مې به دوام وکړي.