کابل کې د ۱۷ بهرنیو سېلانیانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

کابل کې د ۱۷ بهرنیو سېلانیانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې سپورت
کابل کې د بهرنیو سېلانیانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ

د هېواد د ورزش اداره وایي، کابل کې د ۱۷ بهرنیو سېلانیانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

د دغې ادارې د خبر له مخې یادو سیالیو کې د پولنډ، چک، چین، کاناډا، ډنمارک، المان، فرانسې او سنګاپور سېلانیانو ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو په پایله کې د چین هېواد دوو سېلانیانو لومړی او دویم مقامونه او پولنډي سېلاني درېیم مقام ترلاسه کړ.

په افغانستان کې د بشپړ امنیت تر ټینګښت وروسته د ګرځندوی صنعت د پام وړ وده کړې او دا مهال د بېلابېلو هېوادونو سېلانیان برته کومې وېري کولی شي د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفر وکړي او د هېواد له تاریخي او طبیعي جاذبو لیدنه کوي.

تړلي موضوعات