مبارک؛ افغانستان کرېکټ لوبډلې انګلستان ته یو ځل بیا ماتې ورکړه

مبارک؛ افغانستان کرېکټ لوبډلې انګلستان ته یو ځل بیا ماتې ورکړه سپورت

نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي کې انګلستان ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان مقابل لوبډلې ته ۳۲۶ منډې هدف ټاکلی و، چې انګلستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ونه توانېدل یاد هدف پوره کړي.

افغان لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ ۱۷۷ منډې جوړې کړې او بلخوا عظمت الله عمرزي د انګلستان ۵ لوبغاړي وسوځول.

د افغان لوبډلې دې بریا ته افغانانو بې سارې خوښي ښودلې او د مبارکۍ پیغامونه یې په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې افغانانو په تېر ۲۰۲۴ نړېوال جام کې هم انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

تړلي موضوعات