آمونهنګان د شپږیزې لیګ اتلان شول

آمونهنګان د شپږیزې لیګ اتلان شول سپورت
امونهنګان لوبډله

د افغانستان کرکټ شپږیزې لیګ نهم پړاو پایلوبه نن د بند امیر او امونهنګانو ترمنځ د کابل کرکټ ملي لوبغالي کې تر سره شوه چې امونهنګانو د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ.

د بند امیر لوبډلې په ټاکل شویو شل اورونو کې امونهنګانو ته د یوې ویکټې په زیان د ۱۷۹ منډو هدف کېښود چې امونهنګانو یاد هدف د ۱۸ اشاریه ۵ اور کې د درېیو ویکټو په زیان پوره کړ.

د افغانستان کرېکټ شپږیزه نهم پړاو سیالۍ د پنځو لوبډلو په ګډون د روانې سپټمبر په ۱۲مه نېټه پیل شوې، چې نن د امو نهنګان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

تړلي موضوعات