کونړ کې د ۸۷ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورل شوې
کونړ کې په درېیم ځل د یاد ولایت په ځانګړي مارکېټ کې د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۸۷ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورل شوې.
په دې بولۍ کې د سوداګرو تر څنګ ولایتي مسؤلینو هم ګډون کړی وو او اړونده برخه کې یې د هر راز ستونزو حل ژمنه کړې.
د یادونې ده، چې تر دې مهاله د څه باندې ۱۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کونړ دغه مارکېټ کې د داوطلبۍ له لارې قیمتي ډبرې پلورل شوې دي