افغان لوبډلې له بنګله دېش د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

افغان لوبډلې له بنګله دېش د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله سپورت
افغان لوبډله له بنګله دېش څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترګټلو وروسته

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ ۲-۱ وګټله.

دې لوبه کې د افغان لوبډلې لپاره رحمن الله ګربز او عظمت الله عمرزي غوره توپوهنه وکړه او خپله لوبډله یې تربریا ورسوله.

عظمت الله عمرزی د لوبې غوره لوبغاړی شو عمرزي دې لوبه کې د ۴ ویکټو سربېره ۷۰ ناسوځېدلې منډې هم جوړې کړې.

د یادونې ده، چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي امارتو شارجه لوبغالي کې پیل شوې وه چې د افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

تړلي موضوعات