افغان ابدالیان نن د اسیا ایمرجنګ جام پای لوبه کې له سریلانکا سره لوبه کوي
د افغانستان کرېکټ الف لوبډله د ځوانانو اسیا جام سیالیو پایلوبه کې نن یکشنبه د سریلانکا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.
دغه سیالۍ د عمان په کوربتوب نن د کابل پر وخت د ماښام په شپږ بجو تر سره کیږي.
د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د ځوانانو اسیا جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د هند لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو پایلوبې ته ووتله.
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د اسیا ایمر جینګ جام سیالیو لړۍ کې یواځې یوه لوبه بایللې ده او په لومړي ځل پایلوبې ته ووتله.
د کرکټ مبصرین په دې باور دي، چې د افغان الف لوبډلې مورال تر سریلنکا ځکه پورته دی چې په ګروپي لوبه کې یې دوی ته ماتې ورکړې او همداراز یې پای لوبې ته د وتلو لپاره د هند په څېر غښتلې لوبډله ماته کړې ده.