شاوخوا ۳۰۰ زره فلسطینیان خپلو پلرنیو مېنو ته ستانه شوي

شاوخوا ۳۰۰ زره فلسطینیان خپلو پلرنیو مېنو ته ستانه شوي نړۍ
غزې ته بیرته راستنېدونکي بې ځایه شوي

غزه کې د حکومت اطلاعاتي څانګې په یوه بیان کې د شاوخوا ۳۰۰ زره هغو فلسطینیانو چې له جګړې څخه نورو سیمو ته کډوال شوي وو، دغې تړانګې ته یې د راستنېدو خبر ورکړی دی.

 

انادولو ترکي اژانس راپور کې راغلي، دغه کډوال پرون دوشنبې له الرشید او صلاح الدین لویو لارو څخه د غزې شمال او یو شمېر نورو سیمو ته را ستانه شوي دي.

 

سرچینې غزه کې د دولت په حواله ویلي، را ستانه شویو ته دا مهال ۱۳۵ زره خیمې اړتیا ده چې دمګړۍ په کې له یخې هوا ځان وژغوري.

 

د بې ځایه شویو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپور ورکونکي ویلي، غزه کې خلک د استوګنې لپاره څه نه لري او په خبره یې شاوخوا ۲ میلیونه خلک د کورونو له نشتوالي سره مخ دي.

 

یاده دې وي، چې اسرائیلي اشغالګرو په غزه د ۱۵ میاشتني یرغل موده کې د فلسطیني ولس نسل وژنې سربېره د غزې شاوخوا ۱۳۵ زره ودانۍ ړنګې کړې دي.

تړلي موضوعات