امریکا کې سېلابونو له ۲۰ زیات کسان مړه کړي
د امریکا تګزاس ایالت اړوند ګوادالوپ سیند کې په سیمه ییز وخت پرون جمعه د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي دي.
سياېناېن ټلوېزیون د چارواکو له قوله ویلي، تر دې دمه د ۲۴ کسانو جسدونه موندل شوي او لسګونه نور ورک دي.
د سرچینې په خبره، د هوا پېژندنې ادارې د یاد ایالت شمالي برخو کې د سېلابونو له امله بېړنی حالت اعلان کړی او د خلکو ژغورنې لپاره چورلکې هم استول شوې دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، د مرګوني سېلابونو له امله د زیانونو کچه په ډېرېدو ده او ښایي د مړو شمېر نور زیات شي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه سېلابونه وحشتناک بللي.