حماس د اوربند طرحې ته مثبت ځواب ویلی، د غزې خلک د جګړې درېدو ته هیله مند دي
غزه کې د حماس جهادي غورځنګ پرون جمعه د یوې اعلامیې له مخې ویلي، چې منځګړو ته یې د اوربند په اړه مثبت ځواب سپارلی دی.
الجزیرې ټلوېزیون دغه خبر خپور کړی او د حماس له قوله یې لیکلي، چې یاد غورځنګ د خبرو پیلولو ته چمتوالی ښودلی دی.
یاد غورځنګ ویلي، چې له فلسطیني ځواکونو سره یې خپلې سلا مشورې بشپړې کړې او هڅه کوي د فلسطیني وګړو پر وړاندې د روان وحشت مخه ونیسي.
حماس ته نږدې سرچېنې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، که څه هم حماس د امریکا له لوري وړاندیز شوې د اوربند طرحې په اړه مثبت ځواب منځګړو ته سپارلی خو لا هم غزې ته د مرستو خوشې کېدو او اسرائیلي سرتېرو د د وتلو مهال وېش په اړه اندېښنې موجودې دي.
رویټرز همداراز د مصر امنیتي چارواکو له قوله ویلي، مصر او قطر سره یو ځای د اوربند هڅو منځګړیتوب کوي په خبره یې، د حماس له لوري رسېدلی ځواب کتل شوی دی.
مصري سرچینې ویلي، هوکړه نږدې ده مګر ځینې غوښتنې لا هم کار ته اړتیا لري.
غزه کې د اسرائیلو له لوري د جګړې ۶۳۸ ورځې ووتې چې له امله یې د لسګونه زره شهیدانو سربېره د غزې ډېره برخه په کنډواله بدله شوې.