د سردې بند په سیمه کې د تفریحي پارک جوړولو پروژه پرانېستل شوه
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د غزني ولایت د سردې بند په سیمه کې د تفریحي پارک د جوړولو پروژه نن پرانېستل شوه.
یاد وزارت وايي، چې دغه تفریحي پارک د ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د مسلم کټوازي شرکت په پانګونې سره جوړېږي، چې اوسمهال پر ۱۰ جریبه ځمکه باندې کار پيل شوی او په ټوله کې کابو ۱۰۰ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې او د ۵ کلونو لپاره قرارداد شوی دی.
وزارت زیاتوي، چې د دې پروژې پرانېسته د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور او د غزني والي مولوي عبدالصمد جاوید په ګډون د ځايي مسؤلینو په شتون کې وشوه.
د یادونې وړ ده، چې سردې بند د هېواد له لویو بندونو او تفریحي سیمو ګڼل کیږي، چې هېوادوالو دې سیمه کې د تفریحي پارک او سېلانیانو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه کوله.