د غزني سلطان بند د حفظ او مراقبت چارې پیل شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت یې د غزني ولایت سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې پیل کړې.
د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور د یادې پروژې پرانېستي پرمهال د اوبو مدیریت او د کرنې ودې برخه کې دغه پروژه حیاتي بللې.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د سلطان بند لوړوالی له ۳۵ څخه ۳۷ اعشاریه ۵ مترو او د اوبو ذخیره کولو وړتیا له ۹ میلیونه متر مکعب څخه ۱۳ میلیونه متر مکعب ته لوړه شي.
سلطان بند د ۱۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري روزګان کې د نږدې ۱۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د شفلوغ بند د جوړولو چارې هم پیل شوې.