ایلان ماسک له ټرمپ سره تر ژور اختلاف وروسته تازه نوی سیاسي ګوند اعلان کړ
د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخواني ملګري او اوسني کلک مخالف ایلان ماسک امریکا کې د « امریکا ګوند» د جوړېدو اعلان وکړ.
ماسک دوه ورځې وړاندې د اېکس په یوه نظر پوښتنه کې د نوي ګوند جوړېدو په اړه رایه غوښتې وه، چې څه باندې ۶۵ سلنه خلکو مثبته رایه یعنې د ګوند جوړېدو نظرونه ورکړي وو.
د اېکس ټولنیزې رسنۍ څښتن ایلان ماسک نږدې ساعت وړاندې پر اېکس ولیکل:
« په دوه برابره رایو سره، تاسې نوی ګوند غواړئ او تاسې به یې ولرئ! کله چې زموږ هېواد د بې ځایه لګښت او فساد له لارې دیوالیه کېږي، موږ په اصل کې د یوه ګوند په سیستم کې ژوند کوو، نه په دیموکراسۍ کې. نن د امریکا ګوند جوړېږي څو ستاسې ازادي بېرته درکړي.»
د یادونې وړ ده، چې امریکا کې د ټرمپ بیا ځلې واک ته په رسېدو سره نوموړي د نړۍ میلیادر ایلان ماسک په خپله کابینه کې د امریکا د اغېزمنتوب ادارې مشر وټاکه، چې د ټرمپ لومړی ملګری ګڼل کېده، خو څو ورځې وړاندې ګڼو موضوعاتو کې د سخت اختلاف وروسته ماسک له ټرمپ لار جلا کړه او دا دې نن یې پر خلاف ګوند اعلان کړ.