د کندهار بزګرانو د پنبې کرکیلې ته مخه کړې

د کندهار بزګرانو د پنبې کرکیلې ته مخه کړې سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ډیزاین حریت راډیو

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي، د کوکنارو پر کښت تر بندیز وروسته دې ولایت کې د پنبې کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې.

د معلوماتو له مخې، روان کال کندهار کې په ۲۰۸۶ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې شاوخوا ۱۰زره ټنه پنبه ترې راټوله شوې ده.

کندهار کې تر ډېره دغه زراعتي محصول په ډنډ، دامان، پنجوایې او ارغنداب ولسوالیو کې کرل کېږي.

تړلي موضوعات