هند: تېر کال له افغانستان څخه واردات زیات شوي
د هند صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ۲۰۲۴ کال اپرېل له لومړۍ بیا د ۲۰۲۵ کال مارچ تر ۳۱ مې نېټې پورې له کابل سره په سوداګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
یاد وزارت ویلي، په دې موده کې د هند او افغانستان ترمنځ د ۱.۰۸۷ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري شوې.
د هند د سوداګرۍ وزارت د ارقامو له مخې، یاده موده کې هند ته د ۶۸۹.۸۱ میلیونه ډالرو واردات شوي، چې د مخکیني کال پرتله ۷.۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
دغه راز له هند څخه بیا افغانستان ته د ۳۱۸.۹۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
هند او افغانستان نږدې سوداګریز شریکان دي، چې له افغانستان وچې میوې، قالینې، زعفران او نور بېلابېل توکي هند ته صادر او له هند بیا درمل او طبي وسایل، خوراکي او ودانیز توکي افغانستان ته واردېږي.