د بې سرپناه فلسطینیانو ربړونې؛ اسرائیلو د غزې له شماله خلکو ته د وتلو امر کړی
د رویټرز اژانس د راپور په بنسټ، د اسرائیلو له لوري فلسطینیانو ته نن یکشنبه امر شوی چې د غزې له شمالي سیمو ووځي.
اژانس ویلي، دغه امر وروسته له هغې شوی، چې ټرمپ پرون د یوې وینا په مهال وویل، یوه اونۍ وروسته به په غزه کې اوربند وشي.
اشغالګر پوځ، چې له وړاندې په زرګونو ځله په عامو خلکو په مستقیمو بریدونو کې ښکیل دی، ویلي، مخکې له دې چې جګړه لا زور واخلي باید له وړاندې سیمې خالي شي.
همدې امر ته په غبرګون کې فلسطیني وګړو او د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، غزه کې داسې هېڅ ځای نه شته چې له جګړو خوندي وي.
اشغالګر پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د غزې په شمالي سیمو کې عملیات پراخوي او ممکن جګړه شدت ومومي، دوی دغه جګړه کې موخه د حماس غورځنګ وړتیاوې له منځه وړل یاد کړي.
غزه کې د روغتیا وزارت وايي، په تېرې شاوخوا ۲۰ میاشتنۍ جګړه کې څه باندې ۵۶ زره فلسطینیان شهیدان شوي او د غزې ډېره برخه په کنډواله بدله شوې.