د کانونو وزیر او ۷۷ ترکي شرکت مرستیال کتنه؛ د یتیم تاق پروژې راتلونکو پلانونو په اړه غږېدلي

د کانونو وزیر او ۷۷ ترکي شرکت مرستیال کتنه؛ د یتیم تاق پروژې راتلونکو پلانونو په اړه غږېدلي بیارغونه او پراختیا

د افغانستان کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري نن د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال براق انسال سره کتلي دي.

د کانونو وزارت وايي، چې دې کتنه کې د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت مرستیال د جوزجان د یتیم تاق سمنټو پروژې د اکتشافي کارونو، د استوګنې د کمپ د رغولو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې.

وزارت زیاتوي، چې ملا هدایت الله بدري د یادې پروژې د چارو په اړه خوښي څرګنده کړه ویې ویل، چې افغان حکومت د یتیم ‌تاق سمنټو پروژې پلي کېدو ته ژمن دی.

د کانونو وزارت همداراز ویلي، چې دې لیدنه کې د دې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د جوزجان یتیم تاق سمنټو تولیدي فابریکې پروژه شاوخوا ۸ میاشتې وړاندې ۷۷ ترکي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې، چې یاد شرکت به په دې فابریکه ۱۶۳ میلیونه ډالر پانګونه کوي.

تړلي موضوعات