چین بلخ کې معیاري سړه خونه جوړوي

چین بلخ کې معیاري سړه خونه جوړوي بیارغونه او پراختیا
چینایي پانګوال بلخ کې سړه خونه جوړوي

د بلخ ولایت اطلاعاتو کلتور ریاست خبر ورکړی، چین په پام کې لري د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت یوه معیاري سړه خونه جوړه کړي.

یاد ریاست ویلي، دغه سړه خونه د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې په موخه جوړېږي.

په ورته مهال د بلخ اوسېدونکي د چین له دې اقدام هر کلی کړی په خبره یې، د دې سړې خونې جوړېدو سره به یې مېوې خوندي او په وخت بازار ته وړاندې کېدو سره د کورنیو له اقتصاد سره مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې تېرو څلور کلونو کې افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پانګونه زیاته شوې او ګڼو هغو په مهم اقتصادي برخو کې میلیونونه ډالر پانګونه کړې.

تړلي موضوعات