افغان پلاوی مراکش کې د اسلامي مالي خدمتونو نړېواله غونډه کې ګډون کوي

افغان پلاوی مراکش کې د اسلامي مالي خدمتونو نړېواله غونډه کې ګډون کوي اسلام او کلتور


د افغانستان بانک رئیس نور احمد آغا په مشرۍ افغان پلاوی مراکش هېواد ته په سفر روان شوی، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ نړېواله غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک په دې اړه ویلي، چې یاده نړېواله ناسته، چې د جولای میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د مراکش د رباط په ښار کې جوړېږي، د اسلامي مالي سکتور، بانکي شفافیت، مالي ثبات او نړېوالو همکاریو پر پراخوالي تمرکز لري.

د اسلامي امارت یاده اداره زیاتوي، چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د پلاوي ګډون د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د نړېوالو اسلامي مالي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام دی او تمه ده چې دا سفر به د اسلامي مالي او بانکي خدمتونو په برخه کې د همکاریو لپاره یو نوی فصل پرانېزي.

یاده دې وي، چې په دې ناسته کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو مشران او لوړپوړي استازي ګډون لري، چې د افغانستان بانک وايي، د افغان پلاوي ګډون کولای شي چې د هېواد دننه د اسلامي بانکوالۍ د ودې او پراخوالي لپاره نوې لارې هوارې کړي.

تړلي موضوعات