د ارغستان لورې بند د امکان سنجي او تفصیلي ډیزاین چارې پیل شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین پروژه د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانېستل شوه.
یاد وزارت ویلي، چې د دغې پروژې د امکان سنجي مطالعات او تفصیلي ډیزاین به د کان په بدل کې د پانګونې له لارې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغان ـ جرمن باختر شرکت له لوري د ۱۸ میاشتو په موده کې ترسره شي.
د دې پروژې پرانېسته نن یکشنبه ترسره شوه، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور او د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا په ګډون په کې ګڼو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په دې اړه غونډه کې ملا برادر اخوند ویلي، چې د دې پروژې پرانېسته د هېواد د اوبو مدیریت او اقتصادي پراختیا په برخه کې د اسلامي امارت د ژمنې ښکارندویي کوي او اسلامي امارت په ټولو برخو کې د هېواد سوکالي او ابادي ته ژمن دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د اوبو مدیریت، کرنیزو ځمکو د خړوبولو، برېښنا تولید، موسمي سېلابونو د کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه نن د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې پرانېستل شوه.