د کابل او کوالالامپور ترمنځ د همکاریو په پیاوړتیا خبرې وشوې
بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم له لوري کابل ته رالېږل شوي پلاوي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د کابل او کوالالامپور ترمنځ د همکاریو په پراخولو خبرې وشوې.
ناسته کې ښاغلي متقي ویلي، چې د افغانستان اړیکې له نړۍ والې ټولنې سره د پراخېدو په حال کې دي.
له بلې خوا مالیزیایي پلاوي هم د د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پراخېدو ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي کابل او کوالالامپور ته سفر وکړي.
یاد پلاوي په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې له دې وړاندې د مالیزیا لومړي وزیر ویلي و، چې وخت را رسېدلی څو نړۍ واله ټولنه اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.