د څلورو ولایتونو ځوانان د یووالي په موخه شمال ته تللي
د خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو یو شمېر ځوانان هېواد کې د قومونو ترمنځ د یووالي او ورورګلوۍ د روحیې د پیاوړتیا په موخه شمالي ولایتونو ته تللي دي.
دا ځوانان له سمنګان وروسته سرپل، جوزجان، بلخ او فاریاب ولایتونو ته ځي، چې هڅه کوي د هېواد د بېلابېلو سیمو د ځوانانو ترمنځ د یووالي ټینګولو او د همکارۍ پراخولو زمینه برابره کړي.
زموږ خبریال چې دې کاروان سره تللی وايي، دغه ډله ځوانان نن سهار د سمنګانو مرکز ایبک ښار ته ورسېدل او خلکو یې تود هرکلی وکړ.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د هېواد له جنوبي ولایتونو یو شمېر قومي مشران شمالي ولایتونو ته سفرونه کړي و او همدرانګه له شمال څخه ځینې مخور بیا د یووالي ټینګښت په موخه جنوبي ولایتونو ته تللي و.
د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، دا اقدام د خلکو ترمنځ ملي یووالی ټینګوي او د همغږۍ روحیه پیاوړي کوي.