له نیمايي زیات اسرائیل غزې څخه د ځواکونو ویستل غواړي

له نیمايي زیات اسرائیل غزې څخه د ځواکونو ویستل غواړي نړۍ
غزه کې د ۶۳۱ ورځنۍ جګړې پاتې شونې

د  غزې جګړې په اړه له نیمايي د زیاتو اسرائیلو مخالفت په هغه تازه ټولپوښتنه کې شوی چې د معاریو په نوم بنسټ تر سره کړې.

په شوې ټولپوښتنه کې ۵۹ سلنه ګډونوالو د غزې له تړانګې د پوځيانو وتل او د یوې هوکړې له مخې د بندیانو تبادلې غوښتنه کړې.

د ټولپوښتنې ۳۷ سلنه ګډونوالو بیا غزه کې جګړه د امنیتي ملاحظاتو، ۴۸ سنله نورو بیا جګړه سیاسي بللې ده.

ټولپوښتنه کې بیا ۳۴ سلنه اسرائیلو د جګړې پر دوام ټېنګار کړی او له دې لارې یې د بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې.

دغه ټولپوښتنه داسې مهال کیږي، چې د غزې ۶۳۱ ورځنۍ جګړه کې هلته د ۶۲ میلیارد ډالرو په ارزښت ۸۸ سلنه ودانۍ له منځه تللې دي.

دې موده کې   ۵۶ زره ۳۳۱تنه شهیدان، ۱۳۲زره ۶۳۲ تنه ټپیان او ۱۱زره تنه لادرکه شوي دي.

د غزې رسنیو مرکز د معلوماتو له مخې اشغالګر ځواکونو غزه کې ۱۵زره د قتل عام پېښو کې ۱۴زره کورنۍ په نښه کړې، چې ۲۵۰۰ کورنۍ یې په بشپړ ډول له منځه تللې او د غزې ۷۷ سلنه خاوره اشغالګر ځواکونو تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

تړلي موضوعات