غزنې کې د حکیم سنایي ښارګوټی امارتي تثبیت شو
د امارتي ځمکو له غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ځانګړې محکمې د حکم پر بنسټ د غزني مرکز علي لالا سیمې حکیم سنایي ښارګوټی امارتي تثبیت شو.
د یادې محکمې د (۱۱۵/۱۹) ګڼې حکم په اساس د یاد ښارګوټي ټوله ۱۲۹۳ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې او د اشخاصو اسناد یې نا معتبر بللي دي.
د پرېکړې له مخې به یاده ځمکه د ځمکو په زیرمتون کې د امارتي ملکیت په توګه ثبت شي او متصرفو اشخاصو ته به د اصولو مطابق په اجاره ورکړل شي.