که ایران د یورانیمو له غني کېدو لاس وانخلي بیا ځلي به بمبار شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، پر ایران یې د بندیزونو لرې کېدو پلان ځنډولی.
هغه ویلي، که تهران د یورانیمو غني کول پرېنږدي نو د دوی له لخوا به بیا پرې بمبارۍ وشي.
ټرمپ پرون جمعه د خبرو په مهال ویلي، « خامنه اي مې له یوه بد او سپک مرګ وژغوره»
رویټرز خبري اژانس ویلي، ټرمپ وروسته له هغې دا څرګندونې کړې دي، چې خامنه اي له اوربند وروسته د خبرو په مهال تېره جګړه کې ایران بریالی وباله او ټینګار یې وکړ، چې ایران به هېڅکله تسلیم نه شي.
خامنه اي ویلي و، چې ایران د امریکا په مخ څپېړه ورکړه.
رسنیو ویلي، د خامنه اي همدې خبرو په غبرګون ټرمپ د هغه د خولې پېښې وکړې او ویلي دي، چې هغه هڅه یې پریښې چې له مخې یې، پر ایران د امریکا له لوري بندیزونه لرې کېدل.
د امریکا ولسمشر همدې څرګندونو وروسته ایراني چارواکو ویلي،که ټرمپ په ریښتوني توګه د تړون په هڅه وي د ایران مذهبي مشر پر وړاندې دې له توندې لهجې او بې ادبي تېر شي.