د ټرمپ په ادعاوو بې باوره روسي چارواکي؛ ټرمپ زیلینسکي نه شي ژغورلی

د ټرمپ په ادعاوو بې باوره روسي چارواکي؛ ټرمپ زیلینسکي نه شي ژغورلی نړۍ
انځور ارشیف

د روسیې پوځ سیاسي مرستیال او د ځانګړو ځواکونو قومندان، جنرال اپټي علاودینوف له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغو ادعاوو چې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د هغه حکومت ژغورلی شي، بې باوري ښودلې.

هغه د ټرمپ تېرو ادعاوو ته په اشارې ویلي، د امریکا ولسمشر ته دا مهمه نه ده چې پرون یې څه ویلي، په خبره یې، «هغه کړې ژمنې بدلولای شي.»

 دغه جنرال ویلي، باور نه لري ټرمپ دې زیلینسکي او د هغه حکومت ژغورلو ته جدي وي ځکه هغه د ټرمپ لپاره ډېرې تېروتنې کړې دي.

 ټرمپ په ښکاره ډول ادعا کړې، چې د روسیې له لوري اوکرایین کې پیل شوې جګړې ته د پای ټکی ږدي خو اوکراییني چارواکو څو ځله په دې برخه کې په امریکا بې باوري ښودلې ده.

 دغه روسي جنرال چې د امریکا له استخباراتي لوبو سره ځان بلد بولي وايي، موږ باید پوه شو چې یوازې روسیه د روسانو ملاتړې ده په خبره یې، «نور یې نسبي ملګري دي.»

 هغه وايي، له همدې امله موږ باید په څرګنده توګه په دې لوبو کې خپله لوبه مخته بوځو او کړنې باید د خپل دولت په ګټو را وڅرخوو.

 هغه وايي، روسیه دوه متحدین لري، «اردو او سمندري ځواکونه»

 په ۲۰۲۲ کال کې اوکرایین هغه مهال د روسیې له لوري تر اور لاندې ونیول شو، چې کیف د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو هڅه پیل کړه.

 په دې برخه کې د چارو کارپوهان وايي، امریکا چې له پخوا یې د اوکرایین زېرمو کې سترګې خښې کړې وې دا مهال ورته د امریکايي چارواکو دوه مخی چلند او د ناټو غړیتوب هڅه بلا وګرځېده.

تړلي موضوعات