له جګړه ییزو ګډو زده کړو ۱۹۹ تنه منسوبین فارغ شول
ملي دفاع وزارت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه ۱۹۹ تنه منسوبین فارغ شول.
ملي دفاع وزارت وايي، فارغ شویو منسوبینو ته د SPG-9، هاوان، M2، کشف اراضۍ او M24 څانګو کې درې میاشتې مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.
په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال د اِعداد اهمیت او ارزښت بیان کړ او زیاته یې کړه، چې له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره په خپلو مسلکي برخو کې نور مهارتونه ترلاسه کړي.
ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
یاده دې وي، چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د هېواد دفاع او سرحدونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه شوې او په همدې موخه زرګونو منسوبینو ته مسلکي او عقیدتي زده کړې ورکړل شوې دي.