فاریاب کې ترافیکي پېښه؛ ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
فاریاب کې ځایي مسؤلین وايي، د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو ښځو په ګډون شپږ تنه مړه او درې ماشومان ټپیان شوي.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ ویاند، مولوي عبدالله مرادي رسنیو ته ویلي، پېښه پرون مازدیګر مهال د دولت اباد ولسوالۍ «جنګل» سیمه کې د یوه پاسو او کرولا موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي د پېښې لامل د موټرو تېز سرعت یاد کړی دی او زیاته کړې ده، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
عام خلک په دې وروستیو کې د موټر چلوونکو د تېز سرعت او بې احتیاطۍ له امله سر ټکوي او د مخنیوي لپاره یې د مسؤلینو له لوري د ژر اقدماتو غوښتنه کوي.