اسلامي امارت افغانستان کې د بهرنیو ډلو شتون ادعاوې رد کړې

اسلامي امارت افغانستان کې د بهرنیو ډلو شتون ادعاوې رد کړې افغانستان
انځور ارشیف

اسلامي امارت په افغانستان کې د بهرنیو ډلو شتون په کلکه رد کړ او په دې اړه یې ادعاوې بې بنسټه وبللې.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، «موږ د امریکا د استازو جرګې له آدرسه هغه شوې ادعا په کلکه ردوو چې وايي، په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري او دغه ډلې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.»

مجاهد زیاته کړې، افغانستان یو واحد او قوي حکومت لري، چې په ټوله جغرافیه بشپړ واک او کنترول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د چا پر خلاف وکاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو فرعي کمېټې رئیس ادعا کړې وه، چې افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري او دا ډلې د ګاونډیو هېوادونو لپاره ګواښ پېښوي.

تړلي موضوعات