روسیې د امریکا پرمختللې نظامي ټکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کړ!

روسیې د امریکا پرمختللې نظامي ټکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کړ! ټیکنالوژي
هیمارس امریکایي توغندي

العربیه رسنۍ د روسي کارپوهانو له قوله خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ یې د امریکا هیمارس توغندی کوډ یې زده کړی دی.

د امریکا هیمارس توغندی، چې اوکراین د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د الکټرونیکي جګړې له لارې ویشتل شوی، د روسيې پوځیانو لاسته لوېدلی دی.

روسیې ادعا کړی، چې د دغه توغندي د سرګلولي په کشفولو سره یې د واشنګټن د توغندیو له جملې پر مختللې او وروستۍ ټکنالوژۍ هم ترلاسه کړې ده.

د یادونې ده، چې د هایمارس توغندي د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ په امریکا کې د لاکهید مارتین په لابراتوارونو کې جوړ او تولید یې په ۲۰۰۳ کال کې پیل شوی، چې امریکایي حکومت یې د نوښت او تولید لپاره په ملیاردونو ډالر لګولي دي.

تړلي موضوعات