ملګري ملتونه د افغانستان د کنګل شوې اقلیمي بودیجې د ازادولو لټه کې دي
د ملګرو ملتونو دوو چارواکو رویټرز ته ویلي، دوی هڅه کوي چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.
سرچینې پرون چهارشنبې د دغو دوو چارواکو له قوله ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره افغانستان ته د دې ډول مرستو لړۍ بنده شوې اړتیا ده، چې په یاده برخه کې د مبارزې لپاره مرستې ورسره وشي.
اژانس د منابعو په اساس زیاته کړې، په دې کې هېڅ شک نشته چې افغانستان د نړۍ په کچه یو له زیانمنو هېوادونو دی چې په دې وروستیو کلونو کې د سختو وچکالیو او وژونکو سېلابونو له امله ځپل شوی دی او تر دې دمه یې د ملګرو ملتونو د مرستو له پنډ څخه هېڅ مرستې نه دي ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونيو ګو تیرېش د اسلامي امارت له بریا سره خبرداری ورکړی و، چې افغانستان کې د تودوخې درجه او کنګل شوې شتمنۍ د افغانستان د خلکو لپاره یو وژونکی ترکیب دی.