د روان کال تلې میاشت صادراتو کې ۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت زیاتوالی راغلی
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې نن چهارشنبې د تازه ارقامو په خپرولو سره ویلي، د هېواد په کچه د روان کال د تلې میاشتې صادراتو کې ۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت زیاتوالی راغلی دی.
سرچینې زیاته کړې، د هېواد په کچه روان کال د تلې میاشتې د صادراتو ارزښت ۲۳۴،۹ میلیونه ډالره ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د تېرې وږي میاشتې صادراتو ارزښت بیا ۱۷۳،۹میلیونه ډالره وو.
په خبر پاڼه کې راغلي، تر ټولو زیات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.