اروپایي ټولنې استازې سره د سوداګرۍ پر پیاوړتیا خبرې شوې

اروپایي ټولنې استازې سره د سوداګرۍ پر پیاوړتیا خبرې شوې سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال محمدیونس مومند کابل کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې ورنیکا بوسویک سره د کابل او اروپایي ټولنې غړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

 

د صنعت او سوداګرۍ خونې ویلي، ښاغلي مومند د اروپایي ټولنې سفیرې څخه افغان سوداګرو ته د وېزو ورکړه کې د همکارۍ  او اسانتیاوو غوښتنه کړې.

 

دې کتنه کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې د افغانستان له صادراتو د اروپایي ټولنې په ملاتړ ټینګار کړی دی.

 

د یادونې وړ ده، چې افغانستان دمګړۍ ګڼو اروپايي هېوادونو ته د مېوو او نورو افغاني تولیداتو صادرات لري، چې هلته ښه بازار لري.

تړلي موضوعات