د کابل پلچرخي صنعتي پارک کې د کمپلو جوړولو فابریکې فعالیت پیل کړ
اقتصادي معاونیت وایي، د دغې تولیدي فابرېکې په جوړولو شاوخوا ۹۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې او د مګړۍ په کې شاوخوا ۹۰۰ کسان په کار بوخت دي.
ددغه فابریکې پرانېستې پر مهال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو په پلي کولو سره داخلي صنایعو ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره اوسمهال هېواد کې هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه برابره شوې.
اقتصادي معاونیت زیاتوي، د کورنیو صنایعو د ملاتړ په موخه دې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ماشینونه اخیستل شوي دي.
په دغه فابریکه کې د هېواد له خامو موادو وړیو او پنبې څخه استفاده کېږي، چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاړوتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې د بخت کمپل جوړولو دغه فابریکه به په لومړیو وختونو کې په ورځني ډول د زر او په راتلونکي کې د پنځه زره کمپلو د تولید ظرفیت لري.