د کندهارـــ هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې پیل شوې
ټولګټو وزارت نن چهارنشبې د کندهار ـــ هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه مسجدونو د ودانیزو چارو د پیل خبر ورکړی، چې څه باندې ۲۵۹ اعشاریه ۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې یې به يې د یو کال په موده کې بشپړې شي.
خبر پاڼه کې راغلي، دغه مسجدونه د کندهار ولایت اړوند د میوند ولسوالۍ ، د هلمند د ناد علي، د فراه اړوند ګلستان او فراه رود ولسوالیو، د نیمروز خاشرود او د هرات شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې دي چې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د هېواد په لویو لارو په اوږدو کې د هر ۷۰ کیلومتر په واټن سره مسجدونه رغول کیږي چې د هر مسجد لپاره ۳ جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې په یو وخت کې به د ۳۰۰ تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.