غزني پوهنتون کې د ۳۰میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې

غزني پوهنتون کې د ۳۰میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې بیارغونه او پراختیا
انځور ارشیف

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم غزني پوهنتون څخه دلېدنې په مهال هلته د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بنسټیزې پروژې منظورې کړې دي.

 

دغو پروژو کې د غونډو او کنفرانسونو تالار، عمومي کتابتون، کرنې پوهنځي لپاره د څېړنیز فارم جوړول او د پوهنتون عمومي جومات پراختیا او بیارغول شامل دي.

 

د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو په منظورېدو د غزني پوهنتون مسؤلین او محصلین خوښي څرګندوي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د منظورېدو او پلي کېدو غوښتنه کوي.

تړلي موضوعات