د میدان وردګ دوو ولسوالیو لپاره د ودانیو چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ دوو ولسوالیو لپاره د ودانیو چارې بشپړې شوې بیارغونه او پراختیا
د میدان وردګ ولایت د ولایت د وو ولسوالیو لپاره نوې چوړې شوې ودانۍ

د کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې دا د جغتو او نرخ ولسوالیو لپاره ودانۍ وې چې ۳۹ اشاریه ۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی.

 

د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر ویلي، د یادو ولسوالیو لګښت د کورنیو چارو وزارت له بودیجې څخه ورکړل شوی.

 

سرچینې د مسؤلینو له قوله ویلي، تېر کال په هېواد کې د ۲۳ ولسوالیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

 

د یادونې ده، چې د شاوخوا درې کلونو په لړ کې اسلامي امارت په ټول هېواد کې ولسونو ته په دولتي چارو کې د کاري اسانتیاوو په موخه د ګڼ شمېر لویو او کوچنیو پروژو چارې بشپړې کړې دي.

تړلي موضوعات