د کابل شکر دره کې ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت سړه خونه جوړه شوه

د کابل شکر دره کې ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت سړه خونه جوړه شوه بیارغونه او پراختیا
د کابل شکر درې کې نوې جوړه شوې سړه خونه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبه خبر ورکړی، د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت سړه خونه جوړه شوه.

 

سرچینې زیاته کړې، یاده سړه خونه د درېیو کوچنیو او یوه لوی تالار په درلودو د ۶۵۰ مټریک ټنه مېوو ساتلو ظرفیت لري.

 

یاد وزارت زیاتوي، دا سړه خونه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په تخنیکي همکارۍ د یوه خصوصي شرکت له لوري جوړه شوې ده چې دا مهال څو تنو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

 

سرچېنې د یادې سړې خونې مسؤل ډاکتر نثار احمد رحیمي له قوله ویلي، د یادې سړې خونې جوړېدو سره به د ځېنو بزګرانو محصولات د ضایع کېدو پرته بازار ته وړاندې شي.

تړلي موضوعات