د کندوز پنځو ولسوالیو کې روغتونونه جوړیږي

د کندوز پنځو ولسوالیو کې روغتونونه جوړیږي بیارغونه او پراختیا
د کندوز ولایت پنځو ولسو الیو کې نوي جوړېدونکي روغتونونه

د کندوز ولایت رسنیز دفتر ویلي، دا ۲۵ بستریز روغتونونه به په کلباد، آقتاش، ګلتپه، قلعه ذال او علي آباد ولسوالیو کې جوړ شي.

 

سرچینې ویلي، د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس د روغتونونو جوړېدو خبره د کندوز والي سره په لیدنه کې کړې.


خبر پاڼه کې راغلي، د کندوز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت ویلي، یاد روغتونونه د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له بودیجې څخه جوړیږي چې لومړنۍ چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.

 

د یادونې ده د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د روغتیایي خدماتو چټکتیا په موخه تر دې دمه لسګونه واړه او غټ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.

تړلي موضوعات