ډونالډ ټرمپ بیا په سپینه ماڼۍ کې قدم کېښود

ډونالډ ټرمپ بیا په سپینه ماڼۍ کې قدم کېښود نړۍ
د امریکا ۴۷م ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو وروسته یو ځلې بیا سپينې ماڼۍ ته دننه شو او د امریکا ۴۷م ولسمشر په توګه یې د امریکا واګې په لاس کې واخېستې.

 

ټرمپ د ولسمشر په توګه په خپله لومړۍ وینا کې امریکا ته د غیري قانوني کډوالو نیولو او بیرته ګرځولو ټینګار کړی دی.

 

نوموړي ویلي، د خپل واک په دوره کې به جګړې پای ته ورسوي او بهرنیو جګړو کې له مداخلې به ډډه وکړي په خبره یې، راتلونکو څلورو کلونو کې به هڅه وکړي امریکا ته به د نړۍ په کچه پیاوړې پوځ جوړ کړي.

 

بلخوا ټرمپ ته د نړۍ یو شمېر مشرانو د مبارکي پیغامونو په لېږلو کې د امریکا نوي حکومت سره د ښو اړیکو هيله ښودلې.

 

د یادونې وړ ده، چې دا د ډونالډ ټرمپ دویم ځل دی، چې د امریکا ولسمشرۍ چوکۍ ته رسېږي هغه څه چې دا ځل یې ډېر د خلکو پام جلب کړی هغه د ټرمپ هغه وینا او ژمنه ده، « غواړم د نړۍ جګړې ختمې کړم.»

تړلي موضوعات