د کورنیو چارو وزیر او استخباراتو رئیس متحده عربي اماراتو ته تللي
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته تللي او د یاد هېواد د دولت رئیس محمد بن زاید آل نهیان سره یې کتلي دي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، دواړو لوریو دې کتنه کې په سیمه ییز ثبات، د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
ښاغلي مجاهد په خپله اېکس پاڼه دغه سفر تائید کړی دی.
دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د یو پلاوي په مشرۍ اماراتو ته سفر درلود او دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو او اقتصادي همکاریو یې خبرې کړې وې.