ختیځ زون کې ۶۰ میله وسلې او ګڼ مهمات نیول شوي

ختیځ زون کې ۶۰ میله وسلې او  ګڼ مهمات نیول شوي افغانستان

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو منسوبینو له لوري ٦٠ میله وسلې او ګڼ مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.

دفاع وزارت ویلي، چې دا وسلې او مهمات د یادې قول اردو د کشف منسوبینو د یو لړ کشفي راپورونو پر اساس د ختيځ زون بېلابېلو سيمو کې د عملياتو په ترڅ کې نیولي.

یاد وزارت پر اېکس ویلي، چې دې عملیاتو کې ۱ عراده رنجر، ۶۰ميله سپکې او درنې وسلې، چې پکې دهشکې، پيکاه، کلاشينکوفونه، اېم ۱۶، دراز کوف، تفنګچې او لونداز شامل وو کشف او ترلاسه شوي.

زیاتوي، چې همداراز نیول شویو مهماتو کې ۲۵۰ کيلو ګرامه باروت، ۲ ضربه مزايل، ۴ پايه مخابرې، ۲ قابه د شپې او ۴ قابه د ورځې دوربينونه، سلګونه فيره د سپکو او درنو وسلو مهمات، ۸کړۍ لاسي بمونه، نشه یي توکي او الکترونيکي وسايل شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې امنیتي ادارې وخت نا وخت د ګڼو وسلو او نظامي مهماتو د نیول کېدو خبرونه ورکوي، چې تېرې ادارې پر مهال په یو او بل نوم پټ او وړل شوي وو.

تړلي موضوعات