ناروې تازه د افغان کډوالو ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه کرونه مرسته کوي

ناروې تازه د افغان کډوالو ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه کرونه مرسته کوي نړۍ

د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په افغانستان کې یې د کډوالو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ له لارې فعالیتونو ته ۱۰میلیونه کرونه مالي مرسته ځانګړې کړې.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي اېکس پاڼه کې لیکلي، دا مرسته د راستنو شویو افغان کډوالو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ده، چې د ملاتړ پروګرامونو، لومړنیو خدماتو او اسانتیاوو لپاره به وکارول شي.

بلخوا له تېرو دوو اونیو راهیسې په چټکۍ سره د افغان کډوالو جبري راستنېدنه روانه ده او اسلامي امارت هڅه کوي دغه بهیر په بشپړه توګه مدیریت کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسعارو نړېوالې تبادلې نرخونو پر اساس لس میلیونه د ناروې کرون شاوخوا ۶۹ میلیونه افغانۍ کیږي.

تړلي موضوعات