د هلمند نهر السراج کانال لومړي لاټ د رغولو چارې پیل شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د هلمد ولایت سنګین ولسوالۍ نهر السراج کانال پروژې د لومړي لاټ د رغولو چارې پیل شوې.
د اوبو انرژۍ وزیر د یادې پروژې د پرانېستې پر مهال دغه پروژه هلمند کې د اوبو چمتو کولو او کرنې ودې برخه کې ارزښتناکه بللې، چې په پلي کولو سره به یې د یاد کانال اوبه بېرته عادي حالت ته وګرځي.
د ۲۷۵ اعشاریه ۸ میلیونه افغانیو په لګښت دغه پروژه چې د ملي پراختیا شرکت له لوري پلي کیږي د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي سربند او ابګردان جوړول، ۶۵۰ متره کانال بیارغونه او ټینګښت، پرچاوي، د سیند بستر ټینګښت، ساتونکو خونه او کڼترولي دروازو لګول شامل دي، چې د دوو کلونو په موده کې به بشپړه شي.
د یادونې ده، چې د نهر السراج کانال ۲۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې دریو ولسوالیو اوسېدونکي به ترې ګټه واخلي.